د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو سره ولیدل

 

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن په خپل کاري دفتر کې په ولسي جرګه کې د ارزګان ولايت د خلکو استازی ګلالي محمدي او د هلمند ولايت د خلکو استازی حاجي غلام ولی افغان سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.

په دې لیدنه کې يادو ولایتونو ته د ځمکني ټرانسپورټ له لارې د تګ راتګ د ستونزو او دې ولایتونو ته د عادي الوتنو د بیا پیل په هکله هر اړخیز بحث وشو.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده وویل چې د کورنیو الوتنو د بیا پیل لپاره منظم مهالویش د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ترتیب شوی دی. او د کابینې د تایید وروسته به د ټولو طبي او وقايوي ځانګړو تدابيرو په پام کې نيولو سره بیا پیل شي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹