د ملکي هوایي چلند ادارې او د اوبو د تنظیم ادارې ترمنځ د دوه ملی پروژو د اوبو د تنظيم او د ننګرهار د هوایي ‌‌‌‌‌‌‌ډګر په اړه ناسته ترسره شوه!

په دې ورستیو کې د ختیځو ولیتونو یو شمېر مدني فعالانو د ګمبیري پر دښته د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر جوړیدو او د اوبو د یوې ملي پروژې سره پر ورګ‌‌‌‌‌‌ډيدو اندیښني ښودلي وي.

په همدې تړاو د ملکي هوایي چلند ادرې د عمومي رئیس په دفتر کې جوړه شوي غون‌‌‌‌‌‌ډه چې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده،‌ د اوبو د تنظیم ملي اداري رئیس خان محمد تکل، د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین امانزیب انصاري، د پروژو د تطبیق او پلان رئیس نصرت الله تاج او د‌ دې ادارې انجینرانو په کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی و، پریکړه وشوه چې یو ګډ تخنیکي هیئت دې یاده موضوع وڅيړي.

نن وروسته د تخنیکي ټيم له موندنو د دواړو ملي پروژو پر تطبیق بدون له دې چې پر کوم بلې پروژې منفي اغیزه ولري بحث او نظرونه تبادله شول، او د دواړو پروژو پر تطبیق ټينګار وشو.
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار ولایت کې دواړه ملي پروژې د مشرقي ولایتونو د اقتصادي پرمختیا او ودې لپاره تطبیق کېږي.

د اوبو راګرځولو دا پروژه به 30000 جریب ځمکه خړوبه کړي،‌ ورسره به یاد هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د سیمې او نړۍ سره د مشرقي ولایتونو د نښلولو او د یادو ولایتونو د تولیداتو پر صادرولو کې مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۹ چنګاښ ۱۳۹۹