د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرستې نوماندې سره وکتل.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرستې نوماندې معصومه خاورې سره په لیدنه کې نوموړې ته مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریالېتوب هېله وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړیکې او ارتباطات له ملکي هوایي چلند ادارې سره ډېر مهم دی.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت