د ملکي هوایي چلند ادارې، ملي امنیت شورا او د ملي دفاع وزارت ګډ پلاوي د احمد شاه بابا له نړیوال هوایي ډګر څخه لیدنه وکړه.

ټاکل شوې، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر د روان کال د نومبر په میاشت کې د افغانستان اسلامي جموري دولت ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه به د یاد هوایي ډګر په ځینو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر دوه ډوله مجهز رادارونه لري، چې یو د الوتکو لارښود سیستم، پرمختللي مخابرات، او د دې ترڅنګ دغه هوایي ډګر د اور وژنې عصري تجهیزات او معیاري اسانتیاوې هم لري، چې اداره هڅه کوي په خوندي چاپیریال کې الوتنو ته معیاري زمینه برابره کړي.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
15 میزان 1399