د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس د ایرو آسیا مشورتي شرکت له پلاوي سره ولیدل

نن یکشنبه (۱۵ د مرغومی ۱۳۹۸) د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د ایرو آسیا مشورتي شرکت له پلاوي سره په خپل کارې دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې د حامد کرزي نړیوال هوایي کې د مسافرینو نوي نړیوال ترمینل، د کارګو ترمینل، د صادراتو پروسس کولو زون، او هوټل جوړولو په اړه بحث او خبرې آترې وکړي.


نوموړی شرکت ددې څلورو پروژو تجارتي مطالعات چمتو کړې او د ملکي هوایی چلند ادارې ته د نظر وړاندې کولو لپاره سپارلې.
په دې مطالعاتو کې لاندې موارد شامل دی.
د څلور نړیوالو پروژو لپاره د سوداګرۍ مطالعې تنظیم په شمول د مسافرینو نوي نړیوال ترمینل، د کارګو ترمینل، د صادراتو پروسس کولو ساحه او هوټل.
د لوایحو ترتیب
(Terms of Reference
د اسنادو برابرول مخکې له داوطلبۍ او په جریان د داوطلبۍ کې
همداراز همکارۍ کول د قرارداد تر ورکولو پوري
ټاکل شوی چې نوموړې پروژه په ۲۰۲۰ کال د عامه او خصوصي مشارکت په همکارۍ او د مالي وزارت، او د ملکي هوایي چلند ادارې په همغږۍ د ایرو آسیا شرکت لخوا بشپړه شي.
دغه شرکت به د ذکر شويو سندونو د بشپړیدا او د مالیې محترم وزارت د منظورۍ څخه ورسته خپل عملي کار پیل کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۵ د مرغومی ۱۳۹۸