د افغانستان او اروپایي اتحادیې ګډه کمیتې لومړۍ غونډه؛ د اروپا اتحادیې د تور لیست نه د افغانستان د هوایي شرکتونو د خروج په اړه خبرې

یوې دولتي جګپوړې پلاوې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي او یو شمېر نورو دولتي چارواکو په ګډون بلجیم هېواد ته د یو سفر  په ترڅ کې، د اروپااتحادیې لوړپوړې پلاوې سره کتلی.په دې کتنه کې د افغانستان او اروپا اتحادیې ګډه کمیتې، د مشارکت او انکشاف لپاره د همکاریو د هوکړې پر پلي کېدو خبرې کړي، دغه غونډه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اروپا اتحادیې د آسیا پاسفیک عمومي رییس عامل ګونار ویګان په ګډه مشرۍ سره جوړه شوې وو.

د آجندا سره سم لومړۍ د مشارکت او انکشاف لپاره د هوکړې طرزالعمل لاسلیک شوه، وروسته د افغانستان د اقتصادي وده، د افغانستان لپاره د اروپا د اتحادیې نوي پرمختیایي استراتېژي، د SBC دولت سازي تړون چې په ۲۰۱۷-۲۰۱۸ زیږدیز کال کې، د افغانستان لپاره ۲۰۰ میلیون یورو ځانګړې شوی په اړه خبري وشوې.

د بروکسیل کنفرانس تعهداتو پلي کول، د ټاکنو ترسره کول، د افغانستان د روڼوالی شاخصونو  پراساسد سیمې ترکچې د بودجې دویم دریځ ترلاسه کول، د ملي عوایدو راټولول، په ملي بودجه کې سمون( اصلاحات) راوړل، افغنستان د ځان بسیاینې په لور، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، د بنسټیزو پروژو پلي کول، د بانکداري سکتور پیاوړې کول، سیمییز اړیکې او همکارۍ، ښه حکومتولی، میثاق شهروندي، د اروپا په بازارونو کې د افغانستان تولیداتو لپاره بازارموندنه، د سوله بهیر(پروسه)، د کابل پروسه، کارموندنه او غوره خدماتو وړاندې کول، د فساد پروړاندې مبارزې له هغو موضوعګانې څخه وو چې د غونډې په ترڅ کې ورباندې بحث او خبري اترې وشوې.

په دې ناسته کې د ترانسپورت په هکله هم خبري وشوې، پکې افغانستان د اروپا اتحادیېد تور لیست نه د هوایي شرکتونو د راویستلو غوښتونکې شو.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د افغانستان هوایي شرکتونو له تور لیست څخهخروج او د کابل او اروپایي هېوادونو ترمنځ مخامخ الوتنې(مستقیم پروازونه) پیلول، د کارموندنه او اقتصادي ودې لپاره یې اغیزمن وباله. په اقتصادې ودې سره مسافرینو لپاره هم آسانتیاوې ایجادېږي. د اروپا اتحادیې په افغانستان کې د شويو پرمختګو څخه په هرکلی سره وویل: چې په اوږد مهالو مرستو سره به د افغانستان خلکو سره پاتې شي. په پای کې افغان پلاوې د همکاریو د غځولو لپاره د اروپا اتحادیې د اوږد مهالوتعهداتو څخه مننه وکړه.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۲۰ د سلواغه