د آسیا پاسفیک د غړو هېوادونوپه نړیواله ناسته کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي رییس ګډون

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي،د آسیا پاسفیک د غړو هېوادونو د هوایي چلند وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره د چین پلازمینې بېجینګ خواته مخه کړه. دغه ناسته د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان او د چین د هوایي چلند ادارې په کوربتوب، د دوې ورځې په موده کې ترسره شوه، چې دآسیا پاسفېک د غړو هېوادونو د هوایي چلند خپلواکو ادارو رییسانو د ۳۸ هېوادنو څخه پکې ګډون درلودل.

 

 

 

 

 

همداراز د نړیوالو سازمانونو مسؤلینو لکه: آیاتا، د هوایي میا دینو نړیوال شورا کانسو، او د هوایي چلند پوري اړوندو سازمانونو په دې نړیواله ناسته کې حضور درلودل.

په نوموړې ناسته کې د هوایي چلند په برخه کې د سیمې او د نړی هېوادونو ترمنځ د اړیکې پیاوړتیا په موخه د امنیتي اوهوایي چلند د مصؤنیت په اړه خبري وشوې.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د افغنستان په استازیتوب، د هوایي چلند په برخه کې د هېوادونو د سیاست په اړه یې خبري کړ. هغه د خپل خبرو په ترڅ کې د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان څخه وغوښت چې د افغانستان د هوایي چلند سیستم د ارزونې په موخه، د بېلابېلو برخو څخه د متخصصینو یوه ډله افغانستان ته راواستوي.  دغې غوښتنې د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان د سیمییز مشر له لورې منل شوی او ډېر ژر به نوموړې ټېم افغانستان ته راولېږل شي.

دعامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د سلواغه ۱۴