د ملکي هوایي چلند ادارې ۱۴ تنه کارکوونکو د ATC-Refresher کورس تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.

چهارشنبه ۲۰ کب ۱۳۹۹
د ملکي هوایي چلند ادارې ۱۴ تنه کارکوونکو د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د ترافیکو د کنټرول برخې، د احمد شاه بابا، مولانا جلال الدین محمد بلخي او د ملکي هوایي چلند انسټېټیوټ زده کوونکو د تیوري او سیمولیتر زده کړو وروسته نن د دې ادارې له رهبرۍ څخه خپل تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.
د ناټو ځواکونو څخه د افغانستان دولت او د ملکي هوایي چلند ادارې ته د هېواد د نړیوالو هوایي ډګرونو د پاتې مسوولیتونو د لیږد له امله د عملي روزنې (OJT) د کورس پیل او د دغه کورس اړتیا ته له ډېر وخت انتظار کېده.
د ATC-Refresher دغه کورس خوشبختانه د هوایي ترافیکو د خدماتو ریاست او د ملکي هوایي چلند انسټېټیوټ په همکارۍ او د RMS
شرکت د یو تن مسلکي استاد په مرستې سره یوه میاشت مخکې رامنځته شوی و او په دې برخه کې د تیوريکي او سیمولیتر زده کړو ترلاسه وروسته یادو کسانو نن د دې کورس سند ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د تصدیق لیکونو د ورکولو پر مهال وویل: له بهرنیو ځواکونو څخه په هوایي ډګرونو کې د مسوولیتونو د لېږد سپارل د ملکي هوایي چلند ادارې ته؛ ځکه په دې برخه کې دا اداره داخلي تخصص سربېره مسلکي ظرفیت ته سخته اړتیا لري.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس دغه کارکوونکو ته د کورس څخه د فراغت مبارکي وویله او ویې ویل، چې د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د مسلکې کسانو روزنه د دې ادارې یو له اصلي اهدافو څخه ده.
روزل شویو کارکوونکو ته په خطاب کې هغه وویل، چې د دې ادارې د کارکوونکو لخوا د ملکي هوایي چلند په مختلفو برخو کې د مسلکي روزنې کورسونو، متخصص او مسلکي کارکوونکو ته د هوایي چلند په سکتور کې ډېره اړتیا ده؛ ځکه چې په دې برخه کې دا اداره کورني او بهرني مسلکي کارپوهان نه لري.
د یادونې وړ ده، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملکي هوایي چلند په انسټېټیوټ کې د ATC-Refresher کورس جوړ شوی وو.
ـــــــــ