د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین سره لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د مالیې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معین ښاغلې نجیب وردک سره په خپل کاري دفترکې وکتل. په دې کتنه کې د دې ادارې د عوایدو د راټولولو آمر امان الله مطهري هم حضوردرلود، دواړو خواوو د نوي عایداتي سرچینې موندلو او د دغې سرچینې د ښه مدیریت په اړه خبري وکړې.

 

 

ښاغې حبیبي وویل:  دغې ادارې د اقتصادي له پلوه استراتېژیک اهمیت لري او مونږ هڅه کوو چې اوسنۍ سرچینې او نوي منابعو په ښه توګه مدیریت شي او دغې موضوع د دې ادارې په لومړیتوبونو کې ده.

یادې ادارې په تېره مالي کال کې، د مالي عوایدو له مخې، د دولتي اداراتو ترمنځ، د ولسمشر له لورې دویم رتبه ترلاسه کړه.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د مرغومې ۲۳