د حامدکرزي نړيوال هوائي ډکر د ترمينل بزنس کلاس سالون تر بيارغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د حامد کرزي نړيوال هوائي ډګر د ترمينل بزنس کلاس سالون چې د سکای شرکت له لورې بيا رغول شوی وه، نن د ملکي هوائي چلند ادارې د عمومی رئيس ډاکټر محمدقاسم وفايي زاده له لورې افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دملکي هوائي چلند ادارې رئيس د سکای شرکت د سهم اخيستنې او د هغوئ د غوره نقش څخه د ستاينې ترڅنګ، د حامد کرزي نړيوال هوائي ډګر د رئيس او همکارانو څخه يې د هوائي ډګر د وضعيت دښه والي له امله مننه وکړه او ټولو ملکي او نظامي چارواکو ته يې سپارښتنه وکړه چې مسافرينو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او هغوی سره په هوائي ډګر کی د ښه انساني سلوک او لارښونو په برخه کې له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي.