د حامدکرزي نړيوال هوائي ډګر ترمينل کې د مرواريد بزنس لانچ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دملکي هوائي چلند ادارې رئيس ډاکټر محمدقاسم وفائي زاده د حامدکرزي نړيوال هوائي ډګر ترمينل کې د مرواريد بزنس لانچ پرانيست.
دغه بزنس لانچ چې د آريانا ناس قراردادي شرکت له لورې په معیاري توګه رغول شوی، مسافرینو او د هوایي خدماتو څخه ګټه اخیستونکو لپاره معیاري او اساسی خدمات وړاندی کوي.

دملکي هوائي چلند ادارې رئيس په خپلو خبرو کې د نوموړي شرکت د مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ ټينګار وکړ چې مسافرينو ته د باکيفيته خدمتونو او سهولتونو رامنځته کول د ملکي هوائي چلند ادارې او په حامدکرزي هوائي ډګر کې د دخيلو شرکتونو مشترکي دندې دي او بايد ټول چارواکي پدې اړه جدي هڅې وکړي.