د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن (دوشنبه ۲۳ د چنګاښ) په افغانستان کې د نړیوالو سازمانو سلاکار ریچارد بون (Richard Bone) سره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ټینګښت او پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.


په دې لیدنه کې د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس لومړې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ټینګښت او پراختیا په ړه معلومات ورکړه، او وروسته یې ویل چې نړیواله ټولنه باید په روان کال کې د هغو پروژو د جوړیدو او بشپړولو لپاره همکارې وکړي چې د پلي کولو کافي بودیجه نلري.
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده زیاته کړه د کمرو د امنیت مرکز جوړونه چې اوس په جلا توګه د اړوندو ادارو لخوا اداره او امر ورکول کیږي، دا ټول یوځای او د امنیتي خطرونو پیژندنې او همغږۍ لپاره به یوه قومانداني جوړه شي. چې دا قومندانې به د خطرونو پروخت مقاومت کوي.
ریچارډ بون ژمنه وکړه چې امنیتي کمرو د پروژي د تطبیق مسله به د نړیوال سازمانونو غړو هیوادونو سره همغږۍ او د امنیتي چارو کارپوهانو به د هوايي چلند امنیت بخشونو ته د مشورو دپاره معرفي او د حامد کرزي نړیوال او د هیواد نورو هوایي ډګرنو د امنیت د ټینګښت او پراختیا لپاره په اوږدمهالو او لنډ مهالو پالنونو کې همکارۍ وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۳ د چنګاښ ۱۳۹۸