د باختر هوایي شرکت د رامنځته کولو د پرمختګ په اړه ناسته ترسره شوه.

 

دا ناسته چې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ د باختر هوایي شرکت رئیس مسلم خرم، د ملکي هوایي چلند ادارې اړونده څانګو چارواکو او د چارو د ادارې استازی ښاغلي غرني په ګډون ترسره شوه په کې د باختر هوایي شرکت د رامینځته کولو پرمختګونه وارزول شول.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د باختر هوایي شرکت د رئیس د اوریدو وروسته په دې برخه کې د شوي پرمختګ هرکلی وکړ او اړوندو څانګو ته یې لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د ټولو نړیوالو معیارونو او مقرراتو سره سم د باختر هوایي شرکت د سرټیفیکشن پنځه مرحلې بشپړه کړئ ترڅو د باختر د لومړي کال پای ته رسیدو لپاره، موږ په کورني سکټور کې د هوایي شرکت تجارتي الوتنې وګورو او په هیواد کې د کیفیت لرونکي هوایي ټرانسپورټ خدماتو چمتو کولو کې زموږ د هیواد والو ستونزي حل شي.


د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د باختر هوایي شرکت رغانیزې چارې تر ۷۰ فیصده پورې پرختګ کړي دي پاتې نورې مرحلې به یې د نړیوال ملکي هوایي چلند سازمان د معیارونو سره سم په حد اکثر دوه میاشتو کې بشپړې شي.

د معلوماتو او عامه اړيکو آمریت
۲۸ سلواغه