د باختر هوایي شرکت به د Certification پروسې په بشپړیدو سره، ډیر ژر خپل پروازونه پیل کړي

د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس په دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې چې د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، د باختر هوایي شرکت رئیس مسلم خرم او د سرټیفیکیشن ټیم په ګډون جوړه شوې وه، په کې د باختر هوايي شرکت د سرټیفیکیشن پروسې پرمختګونو ته کتنه وشوه.

په دې ناسته کې، د باختر هوایي شرکت رئیس د Certification پروسې د لمړیو مرحلو د بشپړیدو او د ازمایښتي او نمایشي پروازونو Demonstration Flights لپاره د دې شرکت چمتووالي په اړه راپور وړاندی کړ.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د Certification ټیم څخه ستاینه وکړه، ویې ویل چې قرنطین او د کرونا ویروس خپریدلو دغه پروسه ځنډولې وه، خو اوس د خوښۍ وړ ده چې دا پروسه د بشپړیدو په حال کې ده.

هغه د باختر هوايي شرکت چې د افغانستان یو تاریخي هوایي شرکت دی لارښوونه وکړه چې د ازمایښتي Demonstration مرحله او بیا وروسته تجارتی پروازونو ترسره کولو لپاره بیړني او جدي اقدامات وکړي.

د باختر هوایي شرکت د ازمایښتی پروازونو ترسره کولو وروسته به د ملکي هوایي چلند اداره په رسمي ډول دغه هوایي شرکت ته Air Operator Certificate سند ورکړی.

د دې شرکت تاسیس د هیواد د ولایاتو ترمینځ د داخلي اړیکو ټینګول او د هوایي ترانسپورت خدماتو پیاوړتیا لپاره د ملکي هوایي چلند ادارې یو وړاندیز شوی برنامه وه، چې د جلالتمآب ولسمشر په منظورۍ او ټینګ ملاتړ سره د پیل کیدو په حال کې ده. او وبه کولی شي زموږ درنو هیوادوالو لپاره پدې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۲ وږی ۱۳۹۹