د باختر افغان هوایي شرکت رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین سره ناسته ترسره کړه.

۲ کب ۱۳۹۹
د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش نن د شنبې په ورځ د باختر افغان هوایي شرکت له رئیس مسلم خرم او د دغه شرکت د تخنیکي برخې کارکوونکو سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د باختر افغان هوایي شرکت د الوتکو د پېرلو او د سیمه ییزو هوایي ډګرونو ته په ځانګړې توګه د دایکندي هوایي ډګر ته د الوتنو د پیل او همغږۍ په اړه خبرې اترې وشوې.
د باختر افغان هوایي شرکت مشر وویل، هوایي ډګرونو ته د الوتنو لپاره د (QU-400) الوتکو د پېرلو تدارکاتي داخلي پروسه بشپړه شوې او د بودېجې تصویب ته انتظار باسي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت