د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان سره سم د باختر هوایي شرکت له سره بیا پیل کیدو کار جریان لري.
د ملکي هوایي چلند د ادارې د مشرتابه په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ سره ددې شرکت بیا فعالیدو په اړه بحث او خبرې اترې پیل شوې دی.
ددې موضوع په تړاو د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي او یو شمیر نورو چارواکو د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل.


پدې ناسته کې د باختر هوایي شرکت د فعالولو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان پلي کولو په اړه بحث وشو.
د شرکت بیا فعال کولو هدف د یو قوي دولتي شرکت رامینځته کول دي چې هم د خصوصي شرکتونو سره سیالي وکولی شي او هم د هوایي ټرانسپورت د خدماتو په چمتو کولو کې ګټور واقع شي.
په دې ناسته کې د آریانا افغان هوایي شرکت د ادارې ودانۍ جوړولو لپاره د ځمکې په چمتو کولو او همدارنګه په یاد شوي شرکت کې د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ فارغینو استخدام کولو په اړه باندې بحث او لازم تصامیم ونیول شول.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۴ د تلی ۱۳۹۸