د لومړي ځل لپاره د مفتیشینو او تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامه د «ایاتا» اتحادیی لخوا د ملکي هوایي چلند په انسټېټیوټ کې پیل شوه.

د څوارلس څانګو د مفتیشینو (Inspectors) تخنیکي او مسلکي کارکوونکو لپاره د ظرفیتونو لوړلو برنامه د هېواد د ملکي هوایي چلند په تاریخ کې یو له غوره مهمو او روزنیزو برنامو څخه ده، چې د ملکي هوایي چلند ادارې ۵۵ کارکوونکو لپاره به یو کال وخت ونېسي.دا برنامه په درې مرحلو کې پیل شوې، چې ابتدایي (Basic Training) ځانګړې تخصصي (Specialized Training) او عملي برخې (On the Job Training)پکې شاملې دي.
دا برنامه د هوایي چلند د عملیاتي معینیت د هڅو په پایله کې د دغه معینیت تر نظارت لاندې د ملکي هوایي چلند د نړیوال سازمان (IATA) په همکارۍ او د (USAID) په مالي لګښت پیل شوه.
یاده برنامه نن دوشنبه د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري په شتون کې چې د دې ادارې د تخنیکي برخې رئیسانو، بهرنیو روزونکو او په دغه روزنیزه برنامه کې معرفي شویو کارکوونکو هم برخه لرله پرانېستل شوه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري د ظرفیت لوړونې د برنامې په شروع کېدو خوښي وښوده او دا یې د هېواد د هوایي چلند په تاریخ کې یوه بې سارې او مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دې برنامې پلي کېدل به د ملکي هوایي چلند ادارې د دریځ پیاوړي کولو ترڅنګ مسلکي کدرونه هم وروزي.
ښاغلي انصاري تاکید وکړ، چې د ورته فرصتونو برابرول په تخنیکي برخه کې د هېواد د ملکي هوایي چلند اداره پرځان د بساینې پر لور بیایي. او د دغه برنامې له برخوالو یې جدي غوښتنه وکړه، چې له دغه فرصت څخه دې پوره ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د ملکي هوایي چلند انسټېټیوټ رئیس محمد نسیم صمیم د الوتنو د خوندیتوب رئیس انجینر ستانکزي هم د دې برنامې په پلي کولو خوښي څرګنده کړه او د لومړني روزنیزې برنامې له ۲۰ تنه برخه اخېستونکو یې وغوښتل، چې له دا فرصت دې جدي ونېسي او ګټه دې ترې پورته کړي.
د مفتیشینو (Inspectors) او د تخنیکي او مسلکي برخو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې برنامه به د 2021 کال تر پایه پورې دوام وکړي، چې په دې لړ کې به ۵۵ تخنیکي او مسلکي کارکوونکي په درې پړاوونو کې امنیتي او تخنیکي مهارتونه ترلاسه کړي، چې دا مهارتونه د الوتنو پرمهال پکارېږي او دغه ټریننګ د بهرنیو روزنکو لخوا په نظري او عملي بڼه ورکول کېږي، چې د نړیوال هوایي چلند سازمان (IATA) له خوا معرفي شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا روزنه د هوایي چلند انسټېټيوټ د تخنیکي امکاناتو څخه په استفادې Tower Simulator دستګاه په مرسته اجرا کېږي، چې یوه برخه یې د هېواد په داخل او بله یې په بهر کې ده.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت