د ملکي هوایي چلند ادارې د کام ایر او باختر افغان الوتنه د دوه باله Boeing-737-500 الوتکو د لېږد په اړه غونډه ترسره شوه.

۱۱ کب ۱۳۹۹- کابل
دغه ناسته، چې نن دوشنبه د عملیاتي مرستیال امانزیب انصاري په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د پروازونو د سټنډرډ عمومي رئیس کپتان غلام جیلاني وفا، د پروازونو د خوندیتوب رئیس انجینر محمد همایون ستانکزي او د کام ایر او باختر افغان الوتنې مسوولینو برخه لرله، چې د ملکي هوایي چلند ادارې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
د دې ناستې ترسره کولو موخه د کام ایر د دوه Boeing-737-500 او دوه ATR-42-500 طیارو چی د باختر هوایي شرکت ته ليږدول کېږی په اړوند یې خبرې اترې او ارزونه وه، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم په اساس یې پرېکړه شوې ده. نن په همدی موخه کمېټې پرېکړه وکړه تر څو په لومړۍ مرحله کې د باختر افغان هوایي شرکت ته د دوه Boeing-737-500 الوتکو لېږد ترسره شي او په دویمه مرحله کې دوه ATR-42-500 الوتکې یاد شرکت ته انتقال شي.
دا پرېکړه په داسې حال کی وشوه، چې د باختر افغان هوایي شرکت د ATR-42-500 طیارو لپاره د پیلوټانو، انجینرانو، الوتکه کې د ملکیانو لپاره خدمه او د ATR-42-500 الوتکو د ساتنې او په بازار کې بیا جوړونې د کمبود سره مخ ده.
په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین لارښوونه وکړه، چې د دې ادارې د پروازونو د خوندیتوب د رئیس په شتون کې دی د دوه Boeing-737-500 تخنیکي ارزونه وشي او تر چهارشنبې ورځ دې خپل ګزارش شریک کړي، همدارنګه د ذکر شوو الوتکو ارزښت دې د باختر افغان او کام ایر هوایي شرکتونو د ګډې کمېټې لخوا و ارزول شي او په راتلوونکو پنځو ورځو کې دې د طیارو ارزښت د مارکیټ قیمت په نظر کې نیولو سره خپله نهایي پرېکړه وکړي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت