د ملکي هوایي چلند ادارې د همغږۍ دریمه ناسته د Civil Aviation Working Group د مرسته کونکو سازمانونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه

 

دغه ناسته چې د مرستندويه سازمانونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د پلان او پالیسۍ معین امان زیب انصاري او د هوایي ټرافیکې خدماتو د تنظيم رئیس غلام معصوم معصومي په کې برخه اخیستې وه.
همدارنګه د ناټو استازي، د امريکا سفارت، د USAID د اقتصادي ودې څانګې مسئول، د USAID د زیربناوو څانګې مسئول، د تیتراټیک نړیوالې موسسې، په کابل کې د هند سفارت او د ا.ا.ج مالیې وزارت مسوولينو هم برخه اخيستې وه.


په دی ناسته کې ګډونوالو د ملکي هوایي چلند ادارې ته د ناټو ځواکونو څخه د مسؤلیتونو لیږد، د نړيوالو هوایي ډګرونو ماسټر پلان د پرمختګ، د نړیوالو هوایي ډګرونو د فعالیتونو، د نړیوال ملکي هوایي چلند سازمان معیارونو سره سم د هیواد د هوایي ډګرونو معیاري کول او د مرسته کونکو بنسټونو سره د عامه – خصوصي مشارکت پروژو پرمختګ باندې خبرې اترې او بحث وکړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې پریکړه وشوه چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژو د تدارکاتو سندونه دی د قراردادي کمپنۍ لخوا ترتیب او ژر تر ژره دی د هېواد عالي اقتصادي شورا ته وړاندې شي.
همدارنګه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیتي مرکز پروژې کار چې د جایکا سازمان لخوا تمویلیږي او د کوویډ ۱۹ ویروس د خپریدو له امله ځنډیدلی وو ګړندی شي. همدا راز پریکړه وشوه چې د هرات نړیوال هوایي ډګر پروژې عملي ودانیز کار چې د پلي کولو پروسه يې د Italian Cooperation Agency لخوا ورو پرمخ ځي ګړندی شي او د بودیجې د تعدیلاتو په اړه دی د مالیې وزارت سره همغږي وشي.
د یادونې وړ ده چې په دې ویډیو کنفرانس کې د ملکي هوایي چلند ادارې تخنیکي برخې کې د ظرفیت لوړولو پروژې په اړه خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د وړ کسانو لیست د مفتيشينو د روزنې برنامې لپاره باید ژر تر ژره د ملکي هوایي چلند اداره لخوا ترتيب او د تیتراتیک نړیوالې مؤسسې سره دی شریک شي.
د ناتو څخه د هوایي ډګرونو مسؤليتونه د ملکي هوایي چلند ادارې ته د لیږدولو په پلان کې چې د USAID لخوا د تیتراټیک کمپنۍ په همکارۍ ترتیب شوي، پریکړه وشوه چې دا سند دی د همغږۍ او نهايی پریکړې کولو لپاره د ناتو ځواکونو سره شریک کړل شي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت
۲۸ غبرګولي ۱۳۹۹