د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ څخه د هوایي ټرافیک کنټرول په برخه کې د (۰۵۴) دوري کې (۱۴) ځوانان فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل

نن دوشنبه(۲/۲/۱۳۹۸) د ملکي هوايي چلند انسټیټوټ ریاست د ۱۴ فارغان چې د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کالونو (۰۵۴) دوري شاګردان و په کډون د ملکي هوايي چلند اداري عملیاتي معین، کپټان غلام جیلاني وفا غلام معصوم معصومي، د هوایي ټرافيکو د خدماتو ریاست سرپرست، محمد همایون ستانکزي، د پروازونو د مصونیت رئیس د ملکي هوایي چلند اداري کارکونکو د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ استادانو شتون درلود فراغت ولمانځه.
د مراسمو په پیل کې د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ رئیس محمد نسيم صمیم د میلمنو هرکلۍ وکړ او فارغانو ته یي د مبارکي ترڅنګ وویل چې د مسلکي اشخاصو روزنه د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د دي انسټیتوټ یو مهم هدف دی او زیاته یې کړه چې نن ورځ موږ د ۱۴ کسانو د فراغت شاهدان یو چې ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د ۰۵۴ دوري د کورسونو شاګردان ول.
د دي ۱۴ کسانو له جملي څخه ۵ نفره د ۱۳۹۶ کال فارغان او ۹ نفره د ۱۳۹۷ کال فارغان دي چې زیات له دریو میاشتو تیرولو څخه ورسته نن دوي خپل سرټفیکیټ ترلاسه کړ.


د ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ رئیس زیاته کړه چې د ملکي هوایي چلند اداره په بیالبیلو سکټورونو کې د روزل شوي او وړ کارمندانو ګومارل او د ملکي هوایي چلند سکتور مسلکي روزنې او د بهرنیو متخصیصینو د اوږدې کاري مودې کارمندانو ته اړتیا لري.
وروسته د ملکي هواي چلند اداري عملیاتي معین غلام جیلاني وفا فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنک وویل د ملکي هوايي چلند اداره وړ او مسلکي فارغینو ته اړتیا لرئ چې په نږدې راتلونکي کې به د ازادې سیالۍ له لاري په خالي بستونو کې مقرر شي.
ښاغلي وفا زیاته کړه د ملکي هوايي چلند علوم په افغانستان کې یوه نوې او تازه رشته ده او دا ډیره اړینه ده چې په دي اړه ډیر پام او پانګونه وشي.
په وروستیو کې د ۰۵۴ دوري ۱۴ فارغینو ته د هوایي ټرافیک کنټرول په رشته کې د ملکي هوایي چلند اداري او انسټیټوت مسئولینو لخوا سرټیفکیټونه وویشل شو.
د 14 ټولګي د 14 ټولګی کورس 054 درجې فارغ کورس د ملکي هوايي چلند اداره او د ملکي هوايي چلند انسټیټوټ وویشل شو.
اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۲ د ثور ۱۳۹۸