د ملکي هوايي چلند اداره د هوایي پلټنې او ژغورنې د چوپړتیاوو وړاندي کولو په اړه د همکارۍ یو هوکړه لیک د ملی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي اداره، د عامې روغتیا وزارت، او د محلی ارګانونو ادارې ترمنځ د (دوشنبي په ورځ ۲۲ د چنګاښ ۱۳۹۸) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.


د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رییس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د هوکړه لیک د امضاء کولو څخه مخکي په یو خبرې کنفرانس کې د الوتکو د خوندیتوب او ممکنه پیښو په صورت کې د خوندیتوب د اقداماتو په اړه د دې موافقتنامې د اهمیت په اړه بحث وکړ.
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس د (ICAO) یا د هوایي چلند نړیوالې سازمان، لخوا د ملکي هوايي چلند ادارې د تفتیش لپاره چمتوالی پروسې ته په اشاره سره وویل چې د مسولو ادارو ترمنځ د همکارۍ تړون په شمول د قانوني اسنادو چمتو کول، د دې پلټنې په بریالیتوب کې مرسته وکړي.
د دې تړون څخه موخه د ملکي هوایي چلند ادارې او نورو حکومتي ادارو ترمنځ د هوایي پلټنې او ژغورنې د چوپړتیاوو همکارۍ پروسي پیاوړتیا او چټک کیدل دي.
ډاکټر وفایي زاده زیاته کړه، په خوښې سره چې د ملکي هوایي چلند د تفتیش د چمتوالی بهیر په بریاليتول سره پرمخ روان دی، او د دې پروسې بشپړولو سره به د هیواد په ملکی هوایي چلند ادارې ملي او نړیوال اعتبار زیات او ورسره به اروپا ته د مستقیمو پروازونو لپاره زمینه برابره شي.
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس زیاته کړه چې د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان معیارونو او امرونو ته د رسیدلو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د خاورې دننه او بهر کې د پیښو او حوادثو په ترڅ کې د چټک او پروخت پلټنې او د ژغورنې عملیات تنظیمول ضروري دي چې د پلټنې او ژغورنې څانګې ټول د اړتیا وړ وسایل باید سمبال وی چې د پلټنې او ژغورنې عملیاتو کې کارول کیږي، او همداراز په ښه توګه تنظیم شي.
د پلټني او ژغورنې خدماتو وړاندې کولو ګډې هڅې د ایکاو د پلټنې هیئت ترسره کولو یوه مهمه مسله ده.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رییس زیاته کړه چې د جمهوري ریاست د عالی مقام د لارښونې پراساس د الوتکو د امنیت کچې لوړولو لپاره به د ټرانسپورټ سکټور د خوندیتوب کمیټه ډیر ژر جوړه شي.
چې په کې به د سړک بخش، د اورګاډي پټلۍ، او هم د هوایې چلند سکټور شامل وي.
دا کميټه به د سرک ټرافیکو خوندیتوب، د اورګاډي پټلۍ ټرافیکو خوندیتوب، او هوایي ټرافیکو خوندیتوب د پرمختګ لپاره د پلټنې وروسته اړین تدابیر ونیسئ.
ترڅو د یو دقیق پالن جوړونې پر اساس په دریو برخو کې د پیښو کچه راټیټه کړي.
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د خبرو په جریان کې وویل چې د جمهوري ریاست عالی مقام د لارښوونې پراساس د ملکي هوايي چلند ادارې بنسټیز پلان د باختر هوایي شرکت بیا رغونه، او د افغانستان د هوا څخه دالوتکو د تیریدو لپاره د دوو نویو لارو پرانستل چې د ملکي هوایی چلند ادارې مشرتابه لخوا پرې کار شوي.
چې د هوایي شرکتونو او نړیوالو هوايي شرکتونو ټولنې (آیاتا) لخوا یې تود هرکلۍ وشو.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رییس وویل چې په ټول هیواد کې د رادار سیسټم فعالیدل د هوايي چلند ادارې یوه بله لاسته راوړنه ده،
دا سیسټم د هیواد هوایي حریم کې د پرمختللې تخنیکي او امنیتي وړتیاوې څخه برخمن دی.
او د افغانستان د ټول هوایي حریم کوریدورونه چې د افغانانو لخوا اداره کیږې پرمخ وړي
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ادارو ترمنځ د پلټنې او ژغورنې په اړه د همکارۍ تړون لاسلیک کولو وروسته، په هیواد کې د ملکي هوایي چلند ادارې په اوسني وضعیت او د راتلوتکو پرمختیایي پالنونو په اړه یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د ملکي هوايي چلند ادارې مشرتابه د ټولو دولتي ادارو او هغه ادارې چې دې مهمې پروسي کې دښیلي دي د همکاريو قدردانې او مننه وکړه.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۳ د چنګاښ ۱۳۹۸