ټرانسپورت سکتور خبري کنفرانس په شمول د ملکي هوایی چلند اداري ترسره شو

د حمل په ۲۵ نیټه د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د جمهوری ریاست د لارښوونې سره سم هیواد ته د ادارو د کارونو په اړه د کلني راپور وړاندې کولو کنفرانس ترسره شو.
دا کنفرانس د ټرانسپورټ وزیر، یما یاری، د ملکي هوايي چلند عمومي رئیس، ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د اورګاډي اداري رئیس یما شمس، د ځمکني ټرانسپورټ معین امام محمد وریماچ، او د ټرافيکو رئیس ګډون درلود.


د کنفرانس په پیل کې انجنیر یما یاری د ټرانسپورت سیسټم اصالح او وروستي بدلونونو لپاره د حکومت د پلانونو په اړه خبری وکړي. ښاغلي یاری وویل د ټرانسپورت سکتور د یوځای کیدو څخه مو موخه خدماتو ته وده، او د فساد په وړاندې مباریزه کول دي.
وروسته، د ملکی هوایی چلند اداري عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د هوانوردي سکټور د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې. ډاکټر وفایي زاده د ملکي هوایي چلند ادارې لاسته راوړنې د ملي رادار سیسټم فعالولو سره پیل کړي. هغه زیاته کړه چې د دی سیسټم په فعالیدو سره، د ټول هیواد هوایی حریم د رادار سیستم تر پوښښ لاندی راغې، چې دا سیستم به د خدماتو په ښه کولو او د امنیت د خوندیتوب په برابرولو کې مهم رول ولوبوي. هغه د هواشناسی په څانګه کې د دی اداري لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه، چې په تیر یو کال کې، د هوا اټکل کولو او طبیعي پیښو سیستم فعال شوې دي او دا سیسټم د دې توان لري چې د هوا اټکل او طبیعی پیښي په سمه توګه اټکل کړي. هغه زياته کړه چې د ملکی هوايي چلند ادارې اته (۸) اعشاریه یو (۱) ميليارد افغانۍ عواید ترلاسه کړې چې د هغې جملې (۹۷،۴) سلنه څخه زياته بودجه یي مصرف شوي. د ملکي هوايی چلند اداري عمومي رئیس د خبرو په بله برخه کې د هیواد په هوايي ډګرونو کې د خدماتو د ښوالې په اړه وویل چې تیر کال کې (۲.۸) میلیونه مسافرینو د هیواد له هوایي ډګرونو څخه سفرونه کړی، چې زیات یي د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر څخه دی. هغه وویل د ملکي هوايي چلند اداري برنامه دا ده چې د هیواد په بین المللي هوایي ډګرنو کې وړتیا ډیره شوی، چې ټرمینالونه،د نورو هوايي ډګرونو تاسیسات، جوړول ډیر وخت او پانګونې ته اړتیا لري.
ډاکټر وفایي زاده وویل د ملکي هوايی چلند اداري راتلونکی پلانونه د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر او هرات نړیوال هوایي ډګر پراخ ول، چې په عملی ډول په دي اړه ګامونه اخیستل شوي چې د ځینو تاسیساتو ډیزاین او مطالعات بشپړ شوی. د ملکي هوايي چلند اداري رئیس دا هم وویل چې ډیر زر به د ننګرهار په ولایت کې د یو نړیوال هوایی ډګر جوړیدلو قراردار لاسلیک شي.
د هغه په وینا، په لوګر ولایت کې د یوه عصري هوایي ډګر رامنځته کول، چې د حامد کرزی د اوسني نړیوال هوایي ډګر بدیل ګڼل کیږي، د دې اداري یوه زیربنایی پروژه ده. همدارنګه د نيمروز ولايت هوايي ډګر ته پراختيا او د عصري ټرمينل جوړول، د افغانستان د اسلامي دولت د پالیسی پر بنسټ، د چاربهار بندر ته د لاسرسي لپاره يو مهم پروګرام دى، چې تر اوسه پورې له (۴۰) ميليونو ډالرو څخه زياته پانګونه پري شوی ده. دا د ملکي هوايي چلند اداري لومړیتوبونه دي
د ملکي هوايی چلند ادارې عمومي رئیس، د خپلي وینا په ترڅ کې د قواعدو او طرزالعملونو د تعدیلاتو په برخه کې دا هم یادونه وکړه چې د هوایې سکټور د اړتیاوو په رڼا کې، د هوايي چلند د لیږد رالیږد خدمات او همداراز مهمه ستونزه چې د الوتنې د ځنډ مسله وه چې ډیرې هیوادوال تري شکایت درلود حل شي،
د هوایي ډګرنو او هوایي شرکتونو سرتیفیکشن چې د نړیوالو معیارونو سره برابر شي، د دي اداري د بیا رغونې پروګرام دي چې په شدت سره پری کار روان او یو څه یي وروستیو مرحلو ته نږدې شوی دی.
د نوي ټرمینل جوړول، د صادراتو لپاره د پروسیس زون جوړول، د پنځه ستوري هوټل، د الوتکې لپاره د خبرتیا مرکز، د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ته پراختیا د ملکي هوايي چلند د اداري د نورو پروګرامونو څخه دی.
د کنفرانس په پاى کې، د ترانسپورتې سکټور مشرتابه د ژورنالیستانو پوښتنو ته د هغوى د لاسته راوړنو، ستونزو او د راتلونکو پلانونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۵ د حمل ۱۳۹۸