د پیلوټ نړیواله ورځ د افغان پیلوټانو د ورځنۍ هڅو قدرداني کولو لپاره ارزښتناکه فرصت دی چې په سختیو کې د خپلو هیواد والو خدمت کړی او زموږ د هیواد د هوایي چلند سکتور پرمختګ او اهدافو کې کلیدي رول لوبولی دی.
د سختو کارکونکو پیلوټانو د مهارت او ژمنې سره د اسمان په پراخه برخه کې د خپلو هېوادوالو په خدمت سره په ملي او نړیواله کچه د هیواد هوایي چلند سکټور ته وده ورکړې.
د اپریل ۲۶ د پیلوټ نړیواله ورځ د اسلامي جمهوریت غیور او زحمت کښته پیلوټانو او د هیواد د هوایي چلند سکټور لویې کورنۍ ته، په ځانګړي توګه د آریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر هوایي شرکت پیلوټانو او الوتنې عملې ته مبارکۍ وايو چې د کرونا ویروس ناروغۍ په سختو شرایطو کې د ټولو روغتيايي شرايطو په پام کې نيولو سره ګرانو هیوادوالو ته خدمت کوي، موږ د دوی هڅې ستایو او د دوی د هڅو او ژمنو قدرداني کوو.
د لوی خدای پاک له دربار څخه د هیواد ټولو پیلوټانو/ او الوتنې عملې ته د حوصلې څخه ډک د روغتیا، خوښۍ او بریالیتوب ډک ژوند غوښتنه کوو.
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس
۲۶ د اپریل ۲۰۲۰