د ملکي هوایي چلند ادارې او د چک جمهوریت د ایرناویګیشن ادارې ترمنځ د تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د تخنیکي همکاریو هوکړه لیک د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده او د چک جمهوریت د ایرناویګیشن د خدماتو ادارې رئیس ښاغلي ایان کلاس لخوا لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې په پراګ کې د افغانستان سفیر په انلاین توګه، کابل کې د چک سفیر جیري بالون، د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري، د چک جمهوریت د ترانسپورټ وزارت معین او د چک جمهوریت د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس برخه اخېستې وه، چې ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په دغه برخه کې د دواړو هېوادونو د سفیرانو رغنده رول وستایه او د چکسلواکیا د سابقه دولت او د افغانستان دولت ترمنځ یې د تخنیکي همکاریو اوږد تاریخ یاد کړ او په دې مهمه برخه کې یې د چک جمهوریت د ټیکنالوژۍ صفت او یادونه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ملکي هوایي چلند ادارې تخنیکي پلاوی د عملیاتي معین امانزیب انصاري په مشرۍ، چک جمهوریت ته د سفر پر مهال په دې برخه کې د یاد هېواد د هوایې چلند د ځینو برخو او خدماتي شرکتونو سره وکتل او هماغه و، چې یوې موافقې ته سره ورسېدل.
۲۳ سلواغه ۱۳۹۹
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت