د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د چین خلکو جمهوریت سفارت مرستیال سره لیدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د چین د خلکو جمهوریت سفارت مرستیال ښاغلی Wang daxue سره تیره ورځ (سه شنبه ۲۵ د چنګاښ) په خپل کارې دفتر کې لېدنه او خبرې اترې وکړي.


په دې لېدنه کې د چین د هوایي حریم څخه په تیریدو د نوې لارې د طرحی په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
همداراز په دې لېدنه کې د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وشوې، او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې کارکوونکو د روزنې، تخنیکې همکارې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي ټرافیکو په بهیر کې د اسانتیا برابرولو په اړه هم دوه اړخیزه خبرې اترې وشوي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۶ د چنګاښ ۱۳۹۸