په دې کتنه کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر بېلابېلو برخو او پکې د پانګونې لپاره د شته فرصتونه په هکله مالومات ورکړ. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي رییس د هوایي چلند په برخه کې فرصتونو ته په اشارې سره وویل؛ چې په دې برخه کې د پانګونې او د ظرفیتونو لوړتیا ته جدي توجه لري.
همداراز د خپل خبرو په ترڅ کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کارګو او د رادارونو د نویو پروژو په هکله څرګندونه کړ.
د هوایي چلند په برخه کې د پانګونې لپاره فرصت موندنه د یادې پلاوې د سفر موخه ویل شوې ده.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د سلواغه ۲