د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي په کابل کې د ملګري هېواد د چین استوګن سفیر ښاغلې لیو جین سونګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د هرکلۍ ترڅنګ، د هوایي چلند په برخه کې د لاسته راوړنې په هکله مالومات وړاندې کړ او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرهمکاریو ټینګار کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د اړیکې د پیاوړتیا لپاره یې اغیزمن وباله.
ښاغلې حبیبي د چین نه وغوښت چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره چیني پانګوالو راواستوي همداراز د ویزېد صدور په برخه کې د آسانتیاوې غوښتونکې شو.
وروسته په کابل کې د چین استوګن سفیرلیوجین سونګ خبري کړ او ښاغلې حبیبي ته یې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د ریاست دریځ مبارکې وویلاو د افغانستان سره د هوایي چلند په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ په اړه ژمنه وکړ. هغه دسیمییزې اړیکې په برخه کې افغانستان او د افغانستان فضا اغیزمن وګنل.
ښاغلې لیو جین سونګ د خپل خبرو په ترڅ کې د کلنۍ کنفرانس په هکله چې د آسیا پاسفیک، د غړو هېوادونو د وزیرانو په ګډون چې د چین او د ایکاو(د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان) په کوربتوب، د روان زیږدیز میاشتې په وروستیو کې جوړېږي یادونه وکړه او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشر نه یې چې په دې کنفرانس کې ګډون کړۍ مننه وکړ.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د مرغومې ۲۷