د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د مسافرینو روغتیایی کنټرول له پروسې څخه لیدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس او د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان د دوو ادارو چارواکو سره د کابل په هوایي ډګر کې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د کنټرول د پروسې څخه لیدنه وکړه.


روغتیایی ټیم د کابل په هوایي ډګر او د هیواد په دریو نړیوالو هوایي ډګرونو کې چی د هرات، مزارشریف، او کندهار په شمول په انفرادې ټرمامیتر سره مجهز دی چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د پیژندل شوي نښو او نښانو په اساس روغتیایی څارنه او نظارت ترسره کوي.
که چیرته کومه مشکوکه قضیې وپیژندل شي د روغتیا وزارت امبولانسونه په هوایي ډګرونو کې شتون لري ترڅو دا خلک انتانې روغتون ته انتقال کړي.
د افغانستان اسلامې جمهوري دولت هڅه کوي چې ددې مرض د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او په دې اړه د نړیوال روغتیایی سازمان سره په دوامداره تماس کې دی.
د ملکي هوایي چلند اداره د ټولو عزتمندو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې چین او د سیمي نورو هیوادونو ته چیرې چې د ویروس تصدیق شوې پیښې شتون لري د غیر ضرورې سفرونو څخه مخنیوي وکړي، همداراز هوایي شرکتونو ته دنده ورکړل شوې چې د خوندیتوب ټول تدابیر په پام کې ونیسي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۰ سلواغه ۱۳۹۸