د ملکي هوايي چلند په سکټور کې د کارې کړنلارې د رامنځ ته کولو په موخه د کاربن ډای اکساید اخراج (CO2) کمولو لپاره د کورسیا (CORSIA) برنامې منول لاسلیک شو.

د ملکي هوايي چلند په سکټور کې د کارې کړنلارې د رامنځ ته کولو په موخه د کاربن ډای اکساید اخراج (CO2) کمولو لپاره د کورسیا (CORSIA) برنامې منول چې د پلټنې او ژغورنې امر سيد جاويد محبوب او د کورسیا بخش مسئول محمد اسماعيل صافی لخوا ترتیب شوی، د عملیاتي معین کپټان احمد جاوید شهریار او د ملکي هوایي چلند ادارې یو شمیر رئیسانو په حضور کې د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس لخوا لاسلیک شو.


د یادونې ده چې د کورسیا برنامه د ایکاو سازمان یوه اړتیا ده چې ټول غړي هیوادونه باید دا برنامه پلي کړي ترڅو د ملکي هوایي چلند سکتور کې د کاربن ډای اکسایډ اخراج کمولو لپاره په خپلو کورنیو هوایي شرکتونو باندې تطبيق کړي او د هغه راپور دې سازمان سره شریک کړي.
پورته یاد شوي منول ته په کتلو سره ټولو کورنیو هوایي شرکتونو ته دنده ورکړل شوه چې د کاربن ډای اکسایډ تولید کم، د هوا ککړتیا او چاپیریال ساتنې مخه ونیسي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت
۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹