د ملکي هوایي چلند ادارې خپل راپور ملت ته د دولت حساب ورکونې په برنامه کې وړاندې کړ

د حکومت د حساب ورکونې برنامې لړۍ نن (پنج شنبه د کب ۲۲) د ملکي هوایي چلند ادارې په ګډون د ټرانسپورټ سکټور مشرتابه د تیر (۱۳۹۸) کال لاسته راوړنې او فعالیتونه ملت ته وړاندې کړه.

په دغه کنفرانس کې چې د دولت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شو د ټرانسپورټ وزارت سرپرست یما شمس، د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د ریل پټلې ادارې مرستیال انجینر عبدالباري صدیقي، د ټرافیکو ملي ادارې سرپرست خان محمد شنواري، د سړکونو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال احمد جاوید همدرد، او د ټرانسپورټ د سړکونو ادارې مالي او ادارې رئیس شهریار مومند شتون درلود.
د کنفرانس په پیل کې د ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد یما شمس په عمومي ډول د ترانسپورت وزارت د خورا مهمو او سترو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
بیا د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د تیر (۱۳۹۸) کال لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه ملت ته راپور وړاندې کړ. د ملکي هوایي چلند ادارې لاسته راوړنې.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د ملکي هوایي چلند سکتور د پلانونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړي.

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د ملکي هوایي چلند ادارې لاسته راوړنې د افغانستان د هوایي حریم څخه د الوتنو د ودې په برخه کې پیل کړې او ویې ویل چې په تیرکال ۲۰۱۹ کې له ۹۰ زرو څخه ډیر پروازونه د افغانستان د هوايي حریم د لویدیز – ختیځ د نوي لارې په رامینځته کیدو سره تر سره شوې او په عملي توګه زیاتوالی په کې راغلي. او دې لارې د ترانزیټې الوتنو لپاره د افغانستان د هوایي حریم ظرفیت لوړولو کې اساسي رول لوبولي د ختیځ او لویدیځې آسیا ترمنځ واټن یې لنډ کړی، او د هیواد د هوایي حریم څخه د عبوری الوتنو او عوایدو په زیاتوالي یې د پام وړ اغیزه درلوده.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ویې ویل د دې ادارې د خدماتو د ښه کیدو له امله د هېواد هوایې حریم څخه د تیریدونکو الوتنو فیس د ۲۰۲۰ کال جولای میاشتي د شروع څخه له ۷۰۰ ډالرو ۹۵۰ ډالرو ته پورې شي. هغه زیاته کړه چې د ملکي هوایي چلند ادارې په (۱۳۹۷) کال کې د افغان الوتنو پر وړاندې د پاکستان د هوايي حریم تړل کېدو له امله د ملکي هوايي چلند ادارې ته د ۱۴۴ ورځو په موده کې (۲،۵) میلیارډ افغانۍ زیان واوښت، خو له دې زیان سره سره بیا هم د ملکي هوايي چلند ادارې د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې له ۷،۲ میلیارډ افغانیو څخه ډېر عواید را ټول، او د ۹۵ سلنه څخه زیاته بودیجه یې مصرف کړي.
د زیربنایی پروژو په اړه د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس دې پروژو ته په اشارو سره ویې ویل چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملکي هوایي چلند ادارې په ټولیزه توګه ۱۵ پرمختیايي پروژې پلي کړي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دې پروژې په پلي کیدو کې ۱۲۴۰۰ شغلونه د ملکي هوایي چلند په سکټور کې رامینځته شوې.
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په هېواد کې د هوایي خدمتونو د زیاتوالي په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او زیاته یې کړه چې د تېرکال په اوږدو کې له ۳،۲ میلیون څخه زیاتو مسافرینو د هیواد د هوایي ډګرونو څخه سفر کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د ملکي هوایي چلند ادارې پلان د هیواد په نړیوالو هوایي ډګرونو کې د ظرفیت لوړول دي، چې د ټرمینلونو او د هوایي ډګر نور تاسیساتو جوړولو ته اړتیا لري او هم د بشري سرچینو له نظره ډیر وخت او پانګوونې ته اړتیا لري.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د هوايي شرکتونو د خوندیتوب ښه والي ته اشاره کړې ویې ویلي چې د ملکي هوایي چلند اداره تل د هوایي شرکتونو د خوندیتوب کچې ته وده ورکولو لپاره هلې ځلې کوي چې په پایله کې یې د آریانا افغان هوایي شرکت د خوندیتوب نمره له ۹،۵ څخه ۳،۷۸ او د کام ایر هوایي شرکت د خوندیتوب نمره له ۷،۶ څخه ۱،۸۸ ته راښکته شوې.
چې دا د دې شرکتونو خوندیتوب کچه کې پرمختګ منعکس کوي.
هغه زیاته کړه چې د آریانا افغان هوایي شرکت خپل د اعتبار ورکولو پروسه د دوهم ځل لپاره بشپړه کړې او د ملکي هوایي چلند له ادارې څخه یې د فعالیت جواز ترلاسه کړ.
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده دا هم وویل چې د باختر هوایي شرکت د بیارغونې پلان د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا ترتیب شوی او د هېواد د ولسمشر لخوا تصویب شوی. چې د دې شرکت جوړولو کار تر دې دمه ۷۰٪ سلنه ډیر پرمختګ کړی او پاتې نورې مرحلي به یې د هوایي چلند د نړیوالو معیارونو سره سم ډیر ژر بشپړ شي.
هغه وویل چې د WAM ADS-B سیسټم اوس په افغانستان کې د رادار لومړنی فعال چمتو کونکی دی او د سرویلانس میشته ټرافیک کنټرول خدماتو چمتو کولو لپاره کارول کیږي. د نوي رادار سیستم په لاره اچولو سره د هیواد هوایي حریم د کنټرول ظرفیت به له صفرې نقطې څخه ۴۵۰۰۰ فوټو ته لوړ شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې په بریالي توګه د ایکاو سازمان د څېړنې او تفتیش د لومړي پړاو څخه تېرېدل. دا تفتیش په غیر حضوري ډول د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره وشو او پایله به یې ۹۰ ورځې وروسته، دې ادارې سره شریکه شي.
هغه زیاته کړه د ملکي هوایي چلند اداره د معیاري کیدو او د ملکي هوایي چلند د خوندیتوب سیسټم د تقویت او د ایکاو تفتیش په کامیابه توګه ترسره کولو لپاره ۱۰ تنه د خوندیتوب مفتشین استخدام کړي
او همدا ډول د ملکي هوايي چلند ادرې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له پنځو دولتي بنسټونو سره هوکړه لاس‌لیک کړی چې د ملي دفاع، کورنیو چارو، عامې روغتیا، پېښو ته د رسېدنې او سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې سره، د تفحص او ژغورنې په برخه کې د همکاریو هوکړې لاس‌لیک کړې، څو د یوې پېښې یا هم د الوتکې د غورځېدنې پر مهال یادې ادارې د ملکي هوايي چلند ادارې سره هر اړخیزه همکاریو ته چمتو وي.
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د خپلو خبرو په یوه برخه کې له ادارې فساد سره مبارزي ته اشاره وکړه او ویې ویل له ادارې فساد سره د مبارزې په برخه کې د جمهوری ریاست د ځانګړي سکرتریت په اساس د ټولو دولتي ادارو د ملکي هوايي چلند ادارې د اصلاحاتو او روڼوالي په برخه کې د پلان شوي فعالیتونو عملي او تطبیق کولو کې زیاته فیصده ترلاسه کړي.
هغه زیاته د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د یوې کارې او مؤثره او اساسی اصلاحاتو کې شفافیت ته ژمنه ده. او په دي لاره کې اساسی اقدمات ترسره کړي.
د ۴ بینج ماکونو او ۱۵ پلان شویو فعالیتونو له ډلې ۱۴ عملي او تطبیق کړي او یوازې یو فعالیت کې یې محدود پرمختګ کړی دی.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د خبرو په بله برخه کې وویل د اسنادو ترتیب او تدوین، مقررې او د ملکي هوايي چلند ادارې د طرزالعملونو او قانون تعدیل په برخه کې د ادارې د اوسني وضعیت د لا ښه والي په موخه په ډېر شمېر اسناد، مقررې او طرزالعملونه ترتیب او تدوین کړي چې څو مهم سندونه یې په لاندې ډول دی.
ملکي هوايي چلند ادارې لپاره د (۲۰۱۹- ۲۰۲۳) پورې ۵ کلن سټراټېژیک پلان ترتیب.
۲. له(۲۰۱۹ـ ۲۰۲۳) کال پوخرې د ۵ کلن اقتصادي لیدلوري ترتیب.
۳. د باختر هوایي شرکت د بیا جوړېدو طرحه.
۴. د هوایي ډګرونو مسؤولیت د غوڅ ملاتړ ځواکونو څخه د ملکي هوایي چلند ادارې ته د لېږد د پلان ترتیبول.
۵. د افغانستان د هوایي ډګرونو لپاره د پراختیایې چوکاټ جوړول.
۶. د پروژې مدیریت د کړنلارې او چیک لیسټ جوړول.
۷. د کورنیو او نړیوالو هوایي ډګر زېربنایې لارو لپاره د نقشي جوړول.
۸. د هوایي پېښو او د پېښو د څارنې لپاره د یو بورډ جوړښت.
۹. د ملکي هوایي چلند د قانون تعدیل.
۱۰. د خوندیتوب اسنادو ترتیب
Personnel Licensing Handbook Manual
-Personnel Procedure Manual
-Personnel Inspector Manual
-English Language Professional Training Manual
-Personnel Guidance Manual
-Personnel Licensing Manual
۱۱ .د هوايي لوریو د موندلو او غږیزو خدمتونو ترتیب:
-CNS Inspector Handbook
-CNS Manual for Flight Check
-CNS Training Program
د ملکي هوايي چلند ادارې راتلونکي پلانونه:
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ۱۳۹۹ کال راتلونکو پلانونو ته په اشاري سره وویل د ملکي هوایي چلند ادارې د زېربنا برخه کې په دایکندي ولایت کې هوايي ډګر، په تخار ولایت کې هوايي ډګر، په ننګرهار ولایت کې هوايي ډګر او په لوګر ولایت کې هوایي ډګر جوړه وي. هغه زیاته کړه چې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې امنیتي مرکز جوړه وي او همدا ډول د هرات د نړیوال هوايي ډګر معیاري کول او د معیاري کولو کار یې ډیر زر شروع کیږي.
همدا ډول د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ppp څلورو لویو پروژو د قرارداد ورکړه او د کار پیل یې ترلاس لاندی دی

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د یرناویگیشن سیسټم برخه کې تصریح کړه چې د خپلواکو رادارونو د نصب د سیسټم پیل، د کمونیکېشن د سیسټم نوي کول د دې ادارې ترلاس لاندې دی او دا اداره له ۵۰ نوتیکل میل څخه د ۳۰ نوتیکل میل ته د پروازونو واټونونه راکموي.
همدا ډول د معیاري کیدو په برخه کې وویل د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو سرټېفیکېشن، د ایکاو سازمان د دویم تفتیش بشپړېدل، د مسلکي او تخنیکي کارکوونکیو روزنه او سرټېفیکېشن، د هوايي شرکتونو پیاوړتیا او د هوا پېژندنې سیسټم معیاري کول دی چې د دې ادارې نور پلانونه دی چې کار یې ترلاس لاندی دی.
د یادونې ده چې د کنفرانس په اخیر کې د ټرانسپورټ سکتور مشرتابه د خبریالانو پوښتنو ته د لاسته راوړنو، مشکلاتو او د راتلونکو برنامو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۲۲ کب ۱۳۹۸