د ملکي هوایي چلند ادارې، د عامې روغتیا وزارت او د هوایي شرکتونو ګډه ناسته د مسافرینو د PCR د ټيسټ په اړه

د ملکي هوایي چلند ادارې د رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ جوړه ګډه ناسته جوړه شوه په دغه ګډه ناسته کې
د عامې روغتیا وزارت معین وحید مجروح، د هوایي شرکتونو استازو په ګډون د نړیوالو مسافرینو د پروازونو/ الوتنو د PCR ټیسټ او د جعلي کنټرول په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د بیلوژیکي خوندیتوب پر اهمیت د ټینګار کولو ترڅنګ پر روغتیایي تصدیق نامه هدف ته د رسېدونکي هېواد سره سم د روغتیا نړیوال سازمان، د ایکاو سازمان د وړاندیزونو سره سم د جعلي ټیسټ او هغه لابراتوارونه چې د مسافرینو د PCR ټيسټ کوي کموي یې.
ده د هوایي شرکتونو څخه مننه وکړه او د بهرنیو هېوادونو له ټولو مسافرو یې وغوښتل چې صحي سند ترلاسه کړي او د ملکي هوایي چلند ادارې ټولې لارښوونې تعقیب کړي ترڅو د PCR جعلي ټیسټ څخه مخنیوی وشي او کومه ستونزه پېښه نه شي.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د روغتیایي مرکزونو ټولې معاینې/ ټسټونه د عامې روغتیا وزارت لخوا کېږي او د دغه وزارت لخوا به هره ورځ د تاییدئ (مهر) به پرې لګول کېږي د ملکي هوایي چلند ادارې او شرکت ته به د یوې واحدې سرچینې په توګه د (عامې روغتیا وزارت) لخوا تصویب شي چې دغه ټسټونه به د یوه جدول په شکل د عامې روغتیا وزارت لخوا د ملکي هوایي چلند ادارې نورو هوایي شرکتونو ته لېږل کېږي.
همدا رنګه په دې ناسته کې فیصله وشوه، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر اساس د عقرب ۲۵ او ۲۶ تاریخ د بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته د راتلوونکو ټولو مسافرینو لپاره د PCR ټیسټ لازم دی او ټول هوایي شرکتونه مکلف دي چې خپلو ټولو هغه مسافرینو ته چې له بهر نه افغانستان ته راځي لارښوونه وکړي چې مخکې له سفره ځانونه معاینه کړي او خپل ټیسټونه باید د سفر پرمهال له ځان سره ولرې.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹