د باختر افغان هوایي شرکت رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

.
۵ کب ۱۳۹۹
د باختر افغان الوتنې هوایي شرکت عمومي رئیس مسلم خرم د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومې رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
د ناستې په جریان کې دواړه لوریو د باختر افغان هوایي شرکت د وضعیت او په کورني سکتور کې د دې هوایي شرکت د فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت