د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د DAI سازمان مشرۍ نادیه داود سره لیدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د DAI سازمان مشرۍ نادیه داود سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې نادیه داوود د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د څلورو سترو پروژو په اړه چې د نوي ترمینل، پنځه ستوري هوټل، کارګو ترمینل، او په یاد شوي هوایي ډګر کې د ځانګړي اقتصادي زون په اړه خبرې وکړې.


هغه د ملکي هوایی چلند رئیس ته په دې پروژو کې د راجلبولو او پانګوونې څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا سازمان هڅه کوي د روان میلادې کال تر پایه پورې د دې پروژو تړون لاسلیک شي.
د ملکي هوایي هوایي چلند ادارې رئیس د یادې شوې ادارې د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ګډ کار باید په ټاکل شوي مهال ویش باندې ترسره شي ترڅو په لنډ وخت کې مطلوبه پایله ترلاسه شي.
هغه زیاته کړه چې اوسنی ترمینل په اوسني شرایطو کې د شته ترافیکو اداره کولو ظرفیت نلري او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې مسافرینو ته د معیاري خدماتو چمتو کول د هوایي چلند ادارې لپاره لومړیتوب دی.
په وروستیو کې د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس زیاته کړه چې هغه به په دوبۍ کې د هوایي چلند په برخه کې د پانګوونې په اړه ناسته کې د کابل په هوایي ډګر کې د پانګونې راجلبولو لپاره ګډون وکړي.
او د اړوندو اغیزمنو سازومانونو سره به خبرې اترې او بحث وکړي ترڅو د دې پروژو پلي کولو کې ګړنديتوب راشي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱ د سلواغې ۱۳۹۸