د افغانستان د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ادعا په اړه د ملکي هوایي چلند ادارې اعلامیه.

ښاغلي حکمتیار نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې ویلي چې نا پيژندل شوې الوتکې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې کېني او په قاچاق کې دخیلې وي د ځانګړو ځواکونو لخوا یې امنیت نیول کېږي او له امنیتي سرتېرو غوښتل کېږي، چې د بارولو وروسته له سیمې ووځي.
د ملکي هوایي چلند اداره دا ادعا په کلکه ردوي او وایي، چې ټولې ملکي الوتنې د دې ادارې د مخکېني واک تابع دي او دا چې یوځل د الوتنې هدف وټاکل شي، مسافرینو او کارګو ته بیا د نړیوالو مقرراتو او تطبیق شوي کورني قانون سره سمه اجازه ورکول کېږي.
هېڅ یوې الوتکې ته د ځانګړو مقرراتو د لوګو او زنګ نښې پرته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د نړیوالو مقرراتو سره سم د هېواد د ملکي هوایي ډګرونو په ځمکه الوتنې ترسره کړي.
د هوایي چلند امنیتي خدمات د مسافرینو او ګراونډ هینډلینګ په شمول په هوایي ډګر کې د بهرنیو قراردادي شرکتونو ایکاو او ایاتا لخوا د ټاکل شويو پروسیجرونو سره سم چمتو کېږي.
هرکال د هوایي چلند امنیت ریاست د هڅو پر مهال په زرګونه کیلو ګرامه سره زر درمل او بهرني اسعار نیول کېږي او اړونده څانګو ته سپارل کېږي.
د افغانستان هوایي ډګرونه د کلکو امنیتي تدابیرو ترڅنګ د مسافرو بررسي کارګو پر غاړه لري او د قراردادي شرکت تغیر هم د امنیتي سیستم د تقویت په پار شوی، د هېواد امنیتي ځواکونه پرته د میدان د کاري او عملیاتي جریانونو د هوایي چلند په امنیتي او هینډلینګ چارو کې د مداخلې حق نلري او نه د هوايي ډګر د شرکتو په کاري جریان او عملیاتي پروسیجر کې د استثنائاتو راوړلو حق لري.
د ناټو او غوڅ ماموریت د قراردادي شرکتونو پروازونه د SOFA د تړون په اساس له دې جریان نه مستثنی دي او د یاد شوي تړون پر اساس ترسره کیږي او د دې سره په خوا کې نظامي الوتنې هم یوازې کورنۍ عملیاتي الوتنې دي او له هېواد نه بهر ته د تللو اجازه نه لري؛ نو بناء شوې ادعا صرف د شایعاتو او شک په اساس شوي، چې هېڅ حقیقت نه لري. دا اداره له ټولو سیاسي مشرانو غواړي، چې ټول تخنیکي اړخونو ته مخکې له عمومي شایعه کولو لومړی موضوع له دې ادارې سره شریکه کړي او خپل ځان باوري کړي تر څو عامه باور او د رسمي بنسټونو باور ته زیان ونه رسېږي.
په درنښت
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره