د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس د (آسیا اور ساحه) همغږۍ شورا په ۳۶ غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د آسیا اور ساحه همغږۍ شوره په ۳۶ غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دغه سرمشریزه چې د اپریل ۲۳ څخه تر ۲۶ نیټې پوري د تاجکستان په دوشنبي ښار کې جوړه شوي وه، د آسیایې هیوادونو د هوایي چلند ادارو مشرانو ګډون کړی و.


د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په دې غونډه کې وویل: د افغانستان په ګډون منځنۍ آسیا لوی پتانسیل د سیمه ییزي هوایي چلند پرمختیا لپاره لري. تر څو د هوایي چلند او هوایي ترافیکو کنټرول کې ښه رول ولوبوي. ډاکټر وفایي زاده د سیمه ییزو همکاریو پراختیا په سیمه کې د هوايي چلند پراختیا لپاره د شرط په توګه اشاره وکړه چې د دغو هیوادونو ونډه (۴،۱) میلیارده مسافرین چې د هوايي ټرانسپورت خدمتونه کاروي ډیر لږ دي او باید دا شمیره بدلون ومومي.
هغه د پاکستان هوایي حریم محدوديت او په سیمه کې د هوایي ټرافيکو وضعيت او اغېز ته اشاره وکړه، او زیاته یي کړه چې د هوایي ټرافیکو د همغږۍ په لاره کې بديل لارې او د هوايي ټرافيکو د لېږد هڅو ته اړتيا لري.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په سیمه کې د هوایي ټرانسپورټ د پراخو سهولتونو او تجهیزاتو په اړه ټینګار وکړ،
او په افغانستان کې یې د مهم او مثبت رول لوبولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د یادولو ده چې په دي سفر کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس سره د هوایي ټرافیکو ریاست سرپرست غلام معصوم معصومې ملګرتیا کولا.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۱ ثور ۱۳۹۸