د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوی د مبارکۍ پیغام

د ملکي هوايي چلند ادارې مشرتابه د نېکمرغه کوچني اختر رارسیدو په مناسبت د افغانستان اسلامی جمهوریت پتمن ملت او د دولت مشرتابه ته مبارکي واېي. هیله ده چې زمونږ درانه هیوادوال د اختر شپي ورځې په خوښي، سولې، او امنیت سره تیرې کړي. د دې نېک فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه او کارمندان ژمنه کوي.

چې ټولو هیوادوالو او د هوايي ټرانسپورټ استفاده کوونکو ته مناسب او خوندي خدمتونه وړاندې کړو، چې په دې لاره کې به هیڅ ډول زحمتونه ونه سپموو. د هوايي چلند په ډګر کې د زیربناوو پراختیاوو، په شمول د نوي هوايي ډګرونو جوړول، او په هیواد کې د هوایي ډګرونو بیا رغونه، د تیرو کلونو د بریالیتوبونو او هڅو یوه برخه ده.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشرتابه د دولت خزانې ته د عوایدو په زیاتیدو سره خوشحاله ده. په مستقیم ډول د ملي اقتصاد په وده کې او په غیرې مستقیم ډول د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو په وده کې مهم رول لوبوي.

موږ د نړیوالو ملکي هوایي چلند سازمانونو چارواکو او مشرتابه سره نږدې کار کوو ترڅو د نړیوالو معیارونو سره سم د هوايي چلند هوايی سکتور لپاره زمینه برابره کړو.
لکه څنګه چې زموږ هیوادوال همهاله په جریان کې دي. د نړیوالې هوايي چلند ادارې یو پلاوی په دې وروستیو کې د هیواد د هوایي چلند سکتور ټول پرمختګونه تفتیش کړه.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د نړیوالې موسسې وړاندیزونو هرکلی او د پلي کولو ډاډ ورکوي. د ملکي هوایی چلند سکټور مشران د نړۍ په کچه د نورو نړیوالو شرکتونو په سره په همکاریو ژمن دي.

او خوشحاله یو چې په دې لاره کې د سیمې یو شمیر هیوادونو سره د دوه اړخيزو همکاریو موافقت لیک لاسلیک کړی دی. موږ ډاډ درکوو چې د خلکو لپاره د ښه او غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره زموږ هڅې او په هیواد کې هوایي چلند زیربناوو پراختیا به په جدیت او صداقت سره ترسره شي.

درنښت
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس
نېکمرغه کوچني اختر _ ۱۳۹۸