د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د ارزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید سره لېدنه او خبرې آترې وکړي.
په دې لیدنه کې د ترینکوټ هوایي ډګر د پرمختیايي پروژو د پراختیا او سرته رسولو په اړه بحث وشو.


د ارزګان والي د ترینکوټ هوایي ډګر د جوړیدو له امله د ملکي هوایي چلند ادارې څخه مننه او قدردانی وکړ. او دې ولایت ته د پروازنو د زیاتوالې، د پراختیا او پرمختګ، په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د ملکي هوايي چلند اداره ژمنه وکړه چې په اړه به یې اړین ګامونه پورته کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۸ د سرطان ۱۳۹۸