د کابینې د قانون د حاکمیت شورا غونډه د یکشنبه ماسپخین (۲۱ د تله) د جمهوري ریاست دوهم معاون او ددې کمیټې رئیس استاد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوې وه.


په دې غونډه کې د نورو مهمو مسلو سربیره د هوایي شرکتونو د پور موضوع هم د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالی مقام د لارښوونې په اساس وارزول شوه.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د غونډې ګډونوالو ته د هوایي شرکتونو د پورونو راټولولو په اړه ددې ادارې د ترسره شویو فعالیتونو او په دې لار کې د ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
او همدارنګه یې د پورونو راټولولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
په دې مورد پریکړه وشوه چې د پورونو د هغه برخو څنګ چې د تعین شوي کمیټې له لورې تعقیب کیږي ، مسولي ادارې به د هوایي شرکتونو د پورنو د دوسیو پروړاندې پروسه ګړندي او په اړه به یې د ملکي هوایي چلند ادارې ته راپور ورکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۲ د تله ۱۳۹۸