د پکتیکا ولایت د ښرنې په هوایي ډګر کې د تخنیکي او هوا پيژندنې وسایل نصب شول.

د ملکي هوایي چلند ادارې پلاوي د ښرنې هوایي ډګر کې د الوتکو د څار او تنظیم اداره کولو لپاره د مخابراتي وسایلو پنځه اډو ترڅنګ د هوا حالاتو لپاره هم یوه اله نصب شوه. دغه الې د پکتیکا د والي لخوا نن افتتاح او رسما ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
یادې الې د الوتنو د خوندیتوب د کچې په لوړېدو او د غوره الوتنو خدماتو چمتو کولو کې خورا ګټورې دي.
د عامه اړیکو او ارتباطاتو آمریت
5 میزان 1399