د میدان د پراخولو د ارزګان

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد او سناتور امان الله عظیمي د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره وکتل او د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې یې د دغه ولایت د هوایي ډګر د ځغاست لیکې او د میدان د پراخولو غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس له والي او سناتور سره ژمنه وکړه چې یادو مسایلو ته به جدي پاملرنه وکړي او دغه ستونزو ته به یې رسیده ګي وکړي.
د ترینکوټ هوایي ډګر د هېواد یو له مهمو سیمه ییزو هوایي ډګرونو څخه دی، چې په نړیوالو معیارونو برابر او د کیفیت له پلوه خورا مهم دی.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
28 تله 1399