د ملکي هوایي چلند ادارې او د اسکان سازمان ترمنځ د هوا پېژندنې د خدماتو په برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک شو

د همکاریو دغه تړون د هواشناسۍ/ هوا پېژندنې په برخه کې د ملکي هوایي چلند ادارې او د اغاخان بنسټ اړوند د اسکان سازمان ترمنځ د سفیر اغاخان په شتون کې لاسلیک شو.
د دغه تړون هدف د هوا پېژندنې په برخه کې مطالعه، په اضطراري حالاتو کې د خلکو خبرول، د خبرتیا د سیسټمونو په نصبولو کې همغږي کول، د ظرفیتونو کارول او د دواړه لورو ترمنځ د قانون د مقرراتو سره سم په اړوند برخو کې د تجربې شریکول شامل دي.
په دې تړون کې نه یواځې د هواپېژندنې په برخه کې همکاري شامله ده، بلکې د دې ترڅنګ په بېړنیو حالاتو او نورو بېلابېلو برخو کې همکاري هم شامله ده.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۶ لیندۍ ۱۳۹۹