پدغه غونډه کی چی د ملکی هوایی چلند د خپلواکی اداری د هواپیژندنی ریاست رئیس هم ګډون درلود، د افغانستان او د منطقی د هواپیژندنی پر موضوعاتو او نورو اړوندو انکشافاتو خبری وسوی. د ملکی هوایی چلند د خپلواکی اداری مشرتابه پدغه غونډه کی د افغانستان هواپیژندنی په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او هغه استراتیژیک پلان چی د هواپیژندنی د سکتور لپاره جوړسویدی روشنایی واچول. ښاغلی حبیبی د غونډی له ګډونوالو او په خاصه توګه له بانک جهانی، د امریکا د متحده ایالاتو دبین المللی همکاریو داداری او د هواپیژندنی له بین المللی سازمان څخه مننه وکړه چی له افغانستان سره یی پدغه بخش کښی مالی او تخنیکی مرستی کړیدی.
د یادونی وړده چی د هواپیژندنی په برخه کښی افغانستان په تیرو دوو کلونو کی ډیر پرمختګ کړیدی او د نوی ټکنالوژی په راوړلو سره او د ځوانانو په تربیه کولو سره اوس کولای سی چی په مستقلانه ډول د آب و هوا وړاندوینه وکړی چی دغه معلومات د عامه خلګو، زراعت، د زیربناوو د انکشاف او د طبیعی حوادثو په واسطه د تلفاتو د مخنیوی لپاره نهایت اړین دی.
په یاده غونډه کی ښاغلی حبیبی د هواپیژندنی د بین المللی سازمان له سکرتر جنرال، د بانک جهانی ،د امریکا د متحده ایالاتو د بین المللی همکاریو د اداری او د رایمس داداری له مسولینو سره وکتل او پر اړوند موضوعاتو یی بحث وکړی.
په راتلونکی میاشتی کی به ټوله پورته ذکر سوی اداری په افغانستان کی سره راټولی سی او د هغه استراتیژیک پلان د تطبیق لپاره چی د هواپیژندنی د سکتور لپاره جوړ سویدی پر اړوند مالی او تخنیکی مرستو یی بحث وکړی.