dir="rtl"> د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په افغانستان کې د هسپانیه سفیر سره ولیدل | Civil Aviation Authority of Afghanistan. 2017

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په افغانستان کې د هسپانیه سفیر سره ولیدل

نن یکشنبه د سرطان په ۲/ ۱۳۹۸ د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په افغانستان کې د هسپانیه هیواد سفیر ګبریل فیران سره لیدنه او خبري آترې وکړي.

په دې لیدنه کې د اروپايي اتحادیې د تور لیست څخه د افغانستان ویستل، د افغانستان او هسپانیه تر منځ د هوایي خدماتو د هوکړه لیک پای ته رسولو موضوع باندې بحث وشو چې پخوا د بهرنیو چارو وزارت لخوا لېږل شوي.

همداراز د افغانستان، د ملکي هوایي سکتور وضعیت، او پرمختګ د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې د هوایي دهلیزونو پراختیا، او په ملکي هوايي چلند کې د تخنیکي همکاریو په اړه هم تفصیلې بحث وشو.
د ملکي هوایي چلند مشرتابه په تخنیکي برخه کې د لنډ مهاله روزني په ځانګړې توګه د انسپکټرانو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

او د هسپانیه هیواد سفیر څخه ېي وغوښت چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې د هوایي خدمتونو په اړه ژر تر ژره یو تړون چمتو او لاسلیک شي.
ډاکټر وفایي زاده همداراز د هسپانیه هیواد له سفیر څخه د افغانستان د هوایي چلند سکتور ویستل د اروپایي اتحادیې د تور لیست څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲ سرطان ۱۳۹۸