د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه پلاوې د مبارکي پیغام

د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه پلاوې او کارکوونکې، د لوی اختر د نېکمرغې ورځې د رارسېدو په اړوند، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، جلالتمآب محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اجرایي ریاست رییس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرایي ریاست مرستیالانو، د کابینې غړو، د ملي شورا، د دو واړو خونو رییسانو او غړو او د افغانستان ټولو پتمنو او سرلوړو خلکو ته مبارکي وایي.


د لوی او ځواکمن څښتن له دربار څخه غواړو چې، د دې نېکمرغې ورځې په برکت، په هېواد کې، سراسري سوله او تلپاتې ټیکاو رامنځته شي او زمونږ د ګرانې هېواد افغانستان لپاره، د لاډېر او غوره پراختیا او پرمختګ زمینه برابره شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه، د فرصت نه په استفادې سره، یووار بیا د افغانستان شریفو خلکو ته ژمنه کوي چې د هوايي چلند په برخه کې، به د لاغوره خدماتو په وړاندې کولو کې، له هڅو او زیار څخه ونه سپموي.

په درناوی
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي مشر
محمود شاه حبیبي