د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د بې پولي ډاکټرانو سره لیدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن (یکشنبه ۴ د کب ۱۳۹۸) د بې پولي ډاکټرانو سره په خپل کارې دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړي.

د لېدنې په جریان کې د بې پولې ډاکټرانو لازم توضیحات او تشریحات وړاندې کړل او د ملکي هوایي چلند ادارې څخه یې د عامه روغتیا په برخه کې د بشرپاله فعالیتونو ملاتړ او دوامداره همکارۍ څخه مننه وکړه، او د ډاکټرانو لیږد لپاره یې د افغانستان نړیوالو هوایي ډګرونو څخه تاجکستان ته د همکارۍ غوښتنه وکړي.
ترڅو دا سازمان د بهرنیو چارو وزارت سره په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې وکولاشی په یوه الوتکه کې د افغانستان او تاجکستان د بشردوستانه مرستو لپاره د ډاکټرانو او ادویاو د لیږدولو لپاره خپلې الوتنې ترسره کړي.
د ملکي هوایي چلند د ادارې رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده ژمنه وکړه چې ددې اداره لخوا به لازمه همکاري وشي.
د معلوماتو او عامه اړیکو امریت
۴ کب ۱۳۹۸
_____