د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن (چهارشنبه ۱۷ د غوئي ۱۳۹۹) د بې پولې ډاکټرانو نوي رئیس فلیپ، او د هغه ملګرو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.
په دې لیدنه کې د بې پولې ډاکټرانو نوي رئیس د ملکي هوايي چلند له ادارې څخه د عامه روغتیا په برخه کې د عامه فعالیتونو او د سازمان د روغتیا ټیم لیږدولو کې د دوامداره همکارۍ له امله مننه وکړه، او د دوی په پروازونو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو وکولی شي خپل پروازونه د بشري مرستو لپاره د ډاکټرانو او د هغوی ادویه لیږدول پرمخ بوځي.
د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده وويل اوسني شرايطو ته په پام او د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو سره سم د همکارۍ ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۷ غوئي ۱۳۹۹