نن د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتې معاون، د پرواز د سټندردونو رئیس، د هوایي ډګرونو رئیس، او سرمفتش نن ددې ادارې کارکونکو ته ورمعرفي شول.

د ټرانسپورټ وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ، په منظوري ښاغلي کپټان احمد جاوید شهریار عملیاتي معاون په توګه، کپټان غلام جیلاني وفا د پرواز د سټندردونو د عمومي ریاست د سرپرست په توګه، بشیر احمد رئوفي د هوایي ډګرونو عمومي ریاست د سرپرست په توګه، او انجینر محمد همایون ستانکزی د خوندیتوب سرمفتش په توګه معرفې شول.


د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن د معرفې کیدو په مراسمو کې د ملکي هوایي چلند سکټور د خدمتونو معیاري کولو برخه اخیستونکو او لوړ پوړو مسؤلینو لوی مسؤلیت او په بریالیتوب سره یې د ایکاو تفتیش او د اروپایی اتحادیې د تور لیست څخه د وتلو یادونه وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې د ملکي هوایي چلند سکټور راتلونکې فعالیتونه او لاسته راوړنو لپاره یو نقشه طرحه بیان کړه او ویې ویل چې د ملکي هوایي چلند ادارې سره د مسلکي ټیمونو یوځای کیدل به ددې ادارې فعالیتونه نور هم ښه کړي. هغه نوي همکارانو ته د بریا په هیله د ملکي هوایي چلند ادارې ټولو کارکونکو ته لارښوونه وکړه چې د ملي ګټو او خلکو ته د خدمت لپاره د یو ټیم په توګه کار وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۹ د جدی ۱۳۹۸