د غزني ولایت مرستیال والي د ولایتي شورا منشي د ولس استازو او قومي مشرانو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره د دغه ولایت د هوایي ډګر د جوړولو او پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.

۱۹ کب ۱۳۹۹ کابل
د غزني ولایت مرستیالې هوسۍ اندړ، د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري او د دغه ولایت یو شمېر مخورو نن سې شنبه له غرمې وروسته د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره لیدنه وکړه او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې دوی غزني ولایت ته په غځېدلي ځمکنی ترانسپورت کې شته ستونزو او خنډونو ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د دغه ولایت د هوایي ډګر ځغاست لیکه او هوایي ډګر دې جوړ شي.
د ملکي هوایی چلند ادارې عمومي رئیس په ټولنیزو چارو کې د دې ولایت مرستیالې او ورسره راغلو کسانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یادې شوې ستونزې تایید کړې او زیاته یې کړه، چې د هېواد هوایي ډګرونو جوړول او پراختیا او هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرول د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده وویل: یو له مهمو عواملو څخه چې په غزني ولایت کې خنډ و، د دې ولایت امنیتي ستونزې دي.
ښاغلي وفایي زاده زیاته: د امنیتي ستونزو له حل او د باختر افغان الوتنه هوایي شرکت د الوتکو له پېرلو وروسته به د غزني هوایي ډګر ته ملکي الوتنې پیل شي او دا هوایي ډګر به پراختیا ومومي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د پلان جوړولو او د پروژو د پلي کولو رئیس ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره دې د یاد هوایي ډګر ساحې د ستونزو د څېړلو لپاره یو تخنیکي ټیم دې ولایت ته ولیږي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت