د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په دوبۍ کې د هوایي چلند په برخه کې د پانګونې په نړیواله ناسته (GIAS) کې ګډون او وینا وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د هوایي چلند سکتور د پانګونې په نړیواله ناسته کې د یوه هیئت په مشرۍ ګډون وکړ، نن د وزیرانو دوهم پنل کې د هیواد د ملکي هوایي چلند سکټور او د حکومت پرمختیایی پلانونو په شمول د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر کې د لویو پروژو لکه د مسافرینو نوي ترمینل، د کارګو ترمینل، د صادراتو پروس زون، هوټل، او د افغانستان ملکي هوایي سکتور کې د پانګوونې فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
هغه وویل چې د ملکي هوایي چلند خدماتو غوښتنې ورځ په ورځ ډیریږي او تمه کیږي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې د مسافرینو پروازونه ۵۰٪ او د کارګو ټرانسپورټ ۸۰٪ ډیروالی ومومي.


په بازار کې د غوښتنې ډیروالی د هوایي چلند سکتور ته همیشنې وده ورکوي چې ورسره به د خوندیتوب تدابیر لا نو هم ښه شي. هغه د هوایي چلند په ټولو سکتورونو کې د ټیکنالوژۍ کارول او خصوصي کول او د خصوصي سکتور برخه اخیستنه د ملکي هوایي چلند د ودې او پراختیا کې دوه کليدي عوامل وبلل او زیاته یې کړه چې د ملکي هوایي چلند په ټولو سکتورونو کې د حکومت کنټرول دودیز سیستم باید بدل شي او ملکي هوایي چلند د خصوصي پانګوونې پرمخ خلاص شي.
هغه زیاته کړه چې د ملکي هوایي چلند سکتور د یو وچکالي هیواد افغانستان لپاره خورا مهم دی.
هغه وویل چې په ۲۰۱۹، کال کې موږ د هوایي ترانسپورت له لارې د سیمې بازارونو ته له ۱۵۰۰۰ ټنو څخه زیات د افغانستان داخلې تولیدات صادر کړي. چې د هیواد په اقتصادي پرمختګ په ځانګړي توګه په کلیو او کرنیزو ودې کې یې مهم رول لوبولی دی. په سیمه کې وروستیو سیاسي کړکیچونو ته په اشارې سره د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس وویل چې موږ ټول باید د ملکي الوتنو امنیت او خوندیتوب تضمین ته ژمن وسو. ډاکټر وفایي زاده په خپلو خبرو کې وویل چې نن ورځ افغانستان د ملکي هوایي ترافیک کنټرول پرمختللی سیستم لري چې په دې وروستیو کې د هیواد د فضا څخه د ډیرې عبوري الوتنو شاهدان یو چې دا د افغانستان د هوایي چلند په سیستم کې د نړۍ د هوایي چلند باور څرګندوي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د پرمختګ او معیاري هوایي ترانسپورتي خدمتونو غوښتنې سره موږ اړتیا لرو چې زیاته پانګونه وکړو او د هوایي ترانسپورټ زیربناوو ته وده ورکړو. پداسې حال کې چې د حامد کرزي هوایي ډګر د مسافرینو ټرمینل په ۲۰۰۷ کال کې د ۳۸۰۰۰۰ مسافرو لپاره ډیزاین او جوړ شوی و، په ۲۰۱۹ کال کې د کابل هوايي ډګر شاوخوا ۲.۶ میلیونه مسافرو راتګ ته ښه راغلاست ویلئ وو چې د هغې اصلي ظرفیت یې خورا ډیر وو. د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس وویل چې په هر هیواد کې د لوی زیربنایی پروژو تمویل د حکومت لپاره ننګونه ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت له دې څخه استثنا نه دی نو په همدي اساس موږ غواړو د عامه او خصوصي مشارکت له لارې دغه لوی زیربنايي پروژې پلي کړو.
هغه د ملکي هوایي چلند د خدماتو برخو نورو سکتورونو ته هم اشاره وکړه ویې ویل چې افغانستان په ټولو سکتورونو کې د پانګونې هرکلی کوي او د نړیوال شاخصونو او ارزونو پراساس افغانستان د سوداګرۍ لپاره په سیمه کې دوهم او دریم ځای لري. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د آریانا افغان هوایي شرکت په تیرو کې د پان امریکن سره په ملګرتیا په سیمه کې د یوه بریالۍ او لومړۍ درجې شرکت په توګه یادیده. نن ورځ موږ بیا هم په نړۍ او سیمه کې د لوی هوایي شرکتونو پانګوونې او ګډون هرکلی کوو.
د غونډې په څنډو کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د افغانستان له غرفې څخه لیدنه وکړه کومه چې د ملکي هوایي چلند ادارې او د ایروآیشیا کمپنې لخوا تنظیم او جوړه شوې وه چې د متحده عربي اماراتو د ترانسپورټ وزیر ته یې د افغانستان معلوماتي غرفه معرفي او په افغانستان کې د پانګوونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې. همداراز د غونډې په تعقیب د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس به د یو شمیر خصوصي شرکتونو سره د هیواد د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د پانګونې په اړه جلا ناستې ترسره کړي.
ددې سفر په جریان کې د آریانا هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، د ملکي هوایي چلند ادارې د پالیسۍ لوړ پوړی سلاکار امانزیب انصاري، ددې ادارې کارپوه قیس ظاهري او د مالیه وزارت د عامه او خصوصي مشارکت عمومي ریاست څخه طلحه د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس سره مل دي.
د معلوماتو او عامه اړیکوآمریت
۹سلواغه ۱۳۹۸
————————————————-