د ملکي هوایي چلند ادارې د رئیسانو اوونیزه غونډه ترسره شوه.

د ملکي هوایي چلند ادارې د بورډ رئیسانو غونډه د عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د پلان او پالیسۍ معین امانزیب انصاري، عملیاتي معین احمد جاوید شهریار، ټولو رئیسانو او د بورډ غړو برخه لرله.
په دغه ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې د بورډ رئیسانو د هوایي شرکتونو د پورونو د کرنتین په ورځو کې د کرایي راټولولو د څرنګوالي د دفترونو د برېښنایي حاضرۍ او د PDX ټلیفونونو په اړه خبرې وکړې.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ټینګار وکړ، چې د هېواد هوایي شرکتونو د پورونو پوره کول د دې ادارې د کاري لومړیتوبو څخه دي.
په یاده ناسته کې عمومي رئیس اړوند ریاست باندې ټینګار وکړ چې د کرنتین د ورځو په جریان کې د کرایه راټولولو په اړه په منظم ډول اړوند برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.
د عامه اړیکو او ارتباطاتو آمریت